یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د جګړو او ناامنۍ اوج؛ ګالوپ: پنځه اتیا سلنه افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

سپتمبر 17, 2019
in افغانستان
0 0

ناامنیو او د جګړې تر سیوري لاندې سخت ژوند افغانان اندېښمن کړي دي. تازه د ګالوپ نړیوال څېړنیز مرکز موندنې ښيي، چې ۸۵ سلنه افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. دغه نړیوال مرکز وایي چې د اندېښنو ستر لامل، ناامني، کمزوری اقتصاد او نه پرمختګ دی. د دې نړیوال تحقیقاتي مرکز د نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې افغانانو د پام وړ پرمختګونه نه دي کړي او ۸۵ سلنه افغانان د خپل ژوند او راتلونکي په تړاو ژورې اندېښنې لري. دا په نړۍ کې د راتلونکي په اړه د اندېښمنو ملتونو تر ټولو لوړه شمېره ده. د نظرپوښتنې پر اساس، د افغانانو خوشالۍ ۵۲ سلنه د ۲۰۱۶ ز کال په پرتله کمې شوې دي.

د ګالوپ نړیوالې موسسې د افغانانو د ژوند، وضعیت او د هغوی د راتلونکي په تړاو د خپلو نظرپوښتنو پایلې اعلان کړې. د دې تحقیقاتي موسسې د پایلو پر بنسټ، د راتلونکي په تړاو د افغانانو هیله مندي تر ټولو ټيټې کچې ته راغلې ده. د سرچینې په وینا، ۵۲ سلنه افغانانو ویلي چې اوسمهال د تېر په پرتله ډېر اندېښمن دي. په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۶ ز کال کې ۴۲ سلنه وه. څېړنې ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله په ۲۰۱۹ ز کال کې د افغانانو د ناهیلۍ کچه خورا لوړه شوې ده. سرچینه کاږي: ((د تېرو دوو پرلپسې کلونو او ۲۰۱۸ ز کال په اوږدو کې هېڅ افغان خپل راتلونکی، چې له پرمختګ او هیلو سره مل وي، سم نه دی اټکل کړی. د هغو افغانانو شمېر چې د راتلونکي په تړاو تشویش لري او یا ځورېږي، ۸۵ سلنه ثبت شوی دی، دا ریکارډ نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د نړۍ په کچه دی)).

دغه مرکز په هېواد کې د خلکو د اندېښمنېدو او ناهیلۍ تر ټولو ستر لامل روانه جګړه بللې ده. سرچینه کاږي چې همدا اوس په افغانستان کې سخته جګړه روانه ده او خلک د جګړو تر سیوري لاندې ژوند کوي، نو ځکه د خپل ځان د مصونیت له پلوه ډاډمن نه دي. سرچینه کاږي، د راتلونکي په اړه اندېښنې او ناهیلي د جګړو زېږنده ده او حکومت باید د خلکو د امنیت په تامین کې تر بل هر وخت خپله هڅه ډېره کړي.

ګالوپ په خپل راپور کې وایي چې د مصونیت نشتون د خلکو د اقتصاد د کمزورۍ سبب هم شوی دی. د سرچینې په خبره، ناامنۍ ته په کتو، خلک دا هڅه نه کوي چې خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي، پرمختګ وکړي او یا د ژوند لپاره ځان ته غوره شرایط مساعد کړي. د ګالوپ څېړنې ښيي چې خلک د ښه اقتصاد د جوړولو پر ځای، دا غوره بولي چې له افغانستانه ووځي او په بهر کې ځان ته خوندي ژوند جوړ کړي. په راپور کې راځي چې د راتلونکي په اړه اندېښنې او ناهیلي د کډوالۍ تر ټولو ستر لامل دی او له همدې امله سلګونه خلک هڅه کوي چې ځان او کورنۍ یې له افغانستانه وباسي.

دغه نړیواله تحقیقاتي موسسه داسې مهال په افغانستان کې د روان وضعیت او خلکو د ناهیلۍ په اړه راپور خپروي، چې د سولې خبرو درېدو او  جګړو شدت د خلکو اندېښنې څو برابره کړې دي. د ټاکنو روان نامعلوم برخلیک او په افغانستان کې کمزوری امنیت نور هغه عوامل دي، چې د راتلونکي په اړه له خلکو تمې اخلي.

په کابل او نورو لویو ښارونو کې ناسم امنیتي وضعیت، د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه، اداري فساد، کمزورې حکومتولي او ناسم سوداګریز شرایط هم هغه څه دي چې په هېواد کې یې د اقتصادي ودې مخه نیولې او د خلکو ناهیلي یې ډېره کړې ده.

Tags: featured
Share10Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د اسرائيل لخوا د توقيف شویو فلسطیني ماشومانو او تنکي ځوانانو شمېر “د پام وړ” زیات شوی

اگست 8, 2026

د لبنان او اسرائیل ترمنځ خبرو اترو کې پرمختګ رامنځته شوی

اگست 8, 2026

امريکايان: د منځني ختيځ ثبات به د امريکا د پوځي عملياتو په اثر خراب شي

اگست 8, 2026

پيرو او مکسيکو خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې اعاده کړې

اگست 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In