د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د قطر دفتر د مرستیال مولوي حنفي په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی دی او ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي. د نوموړي په خبره په دې سفر کې تر ډېره د ایران پر انکشافي پروژو او په دې برخه کې له ایران سره پر همکارۍ خبرې کېږي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د مسکو سفر هم بریالی بللی دی. دده په وینا طالب پلاوي له روسي چارواکو سره په دې سفر کې د سولې په اړه خپل دريځ شریک کړی دی او مسکو یې ملاتړ کړی دی. وروسته له دې چې ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل دغه ډلې د سیمې هېوادونو ته سفرونه پيل کړي دي. طالب سرچینې وایي چې تر ایران او روسیې وروسته به طالب پلاوی چین ته هم ځي.





























