د ناټو له غوڅ ملاتړ ماموریت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو امریکایي سرتېری یې پرون په یو لړ عملیاتو کې په افغانستان کې وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې د سرتېري په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم دا په ډاګه شوي چې په کوم ولایت کې وژل شوی دی. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شش درک په پېښه کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ ،چې د طالبانو پر وړاندې به نظامي اقدامات ډېر کړي او دغه ډله به وځپي.





























