د افغانستان د والیانو ټولنه وایي د طالبانو او امریکا مذاکرات دې له سره پیل شي. د امریکا د ولسمشر له لوري له طالبانو سره د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته ددغو مذاکراتو د بیا پیل لپاره غوښتنې ډېرې شوې دي. د افغانستان د والیانو اتحادیې د یوې خبري ناستې پر مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیلولو غوښتنه وکړه. دوی وایي، چې حکومت، امریکا او طالبان باید جګړه بس او د سولې خبرې پيل کړي. د والیانو اتحادیه وایي، چې جنګ د حل لاره نه ده او د جګړې دوام د سولې رامنځ ته شوي فرصتونه ضایع کوي. دوی پر حکومت هم نیوکه کوي، چې د جنګ د پای ته رسیدو او د سولې لپاره جامع طرح نه لري او په دې تړاو ملي اجماع نه ده رامنځ ته شوې.





























