د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسې حوا علم نورستاني په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د ټاکنو لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی او ۳۳ ولایتونو ته ټول ټاکنیز توکي رسېدلي دي. د نوموړې په وینا دوی پوره هڅه کوي چې شفافې ټاکنې ترسره کړي او د هر ډول تقلب د مخنیوي لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي. نورستانۍ له خلکو هم وغوښتل چې د شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې له کمیسیون سره همکاري وکړي او په دې توګه د فساد او درغلیو مخه ونیسي. هغه پر امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې خپل امنیتي تدابیر شدید کړي او خلکو ته په امنه فضا کې د رایې اچونې زمینه برابره کړي.





























