د بي بي سي یو راپور ښيي چې یوازې په تېره میلادي میاشت کې لسګونه ملکي وګړو ته د روانې جګړې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده. په دغه راپور کې راځي چې تېره اګسټ میاشت کې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیتي پېښې رامنځ ته شوې دي او خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې په وینا د اګست مياشتې په اوږدو کې دوی ته ۶۱۱ امنيتي پېښې تایید شوې چې ۲۳۰۷ کسان پکې وژل شوي. همدا راز د لږ تر لږه ۱۹۴۸ کسانو ټپي کېدل هم تایید شوي دي. په دې ډله کې په هرو پنځو کسانو کې یو یې ملکي وګړی دی. تلفات تر ډېره په نښتو، هوايي بریدونو، چاودنو او شپنیو عملیاتو کې اوښتي دي. بي بي سي وایي چې لا هم د افغان جګړې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه ملکي وګړو ته اوړي. سرچینه کاږي چې د ټاکنو را نږدې کېدو او له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو ماتېدو امنیتي پېښې، ملکي تلفات او نښتې هم ډېرې کړې دي.





























