برېښنا شرکت وایي د کابل او ۱۱ ولایتونو د برېښنا وصلولو هڅې یې پيل کړې دي. وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې په بغلان کې له ازبکستان د واردې شوې برېښنا پایې الوځولې دي. له دې سره سم په کابل او ۱۱ نورو ولایتونو کې د دولتي ادارو، عامه تاسیساتو، کورونو، دوکانونو، موسساتو او صنعتي پارکونو برېښنا پرې شوې ده. د برېښنا شرکت په تازه څرګندونو کې ویلي چې ددغه برېښنا د وصلولو هڅې روانې شوې دي. ددغه شرکت په خبره له کابل تازه یوه ډله دغه سیمې ته تللې ده او له ټولو ممکنو لارو په استفادې به دغه پایې بېرته ورغوي. وسله والو طالبانو تر اوسه ددغه برېښنا د پرې کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو حکومتي چارواکي د برېښنا پرې کول ددغه ډلې کار بولي. طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو د عامه تاسیساتو د ساتنې ژمنه هم کړې ده.





























