د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په مزار شریف ښار کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، ناټو په افغانستان کې د ټاکنو د امنیت په تامین کې همکاري کوي. د نوموړي په خبره دوی ژمن دي چې په افغانستان کې د شفافو ټاکنو د امنیت په تامین کې همکاري وکړي. نوموړي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. دده په وینا د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات کولی شي افغان جګړه ختمه کړي او ډېر ژر به دغه مذاکرات بېرته پيل شي. نیکولاس کې په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي خو وایي ناټو په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله همکاري نه سپموي، خو تر څنګ یې د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته هم ادامه ورکوي.





























