ټاکنو کمیسیون وایي، له ولسمشرۍ ټاکنو څخه د نظارت لپاره تر اوسه تر ۷۷ زره ډېرو کسانو د نظارت کارتونه له دغه کمیسیون څخه تر لاسه کړي دي. د یاد کمیسیون د دارالانشا عملیاتي مرستیال محمد عثمان فروتن د ټاکنو په اړه ملي کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې له ۵۱ زرو څخه ډېر کسانو د نوماندانو او څه باندې ۲۶۲۰۰ نورو د رسنیو، مدني ټولنو اوسیاسي ګوندونو په استازیتوب د نظارت کارتونه تر لاسه کړي دي. دا کمیسیون په داسې حال کې لسګونه زرو کسانو ته د نظارت کارتونو د ورکولو خبره کوي چې تیره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي په راتلونکو ټاکنو کې د روڼتیا د تامینولو لپاره د ناظرانو رول مهم بللی وو.





























