د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي، وسله والو طالبانو پر هغه کسانو برید کړی چې د ازادۍ او ولسواکۍ لپاره راټول شوي وو. دده په خبره پر عامو وګړو برید په هر ځای او هر وخت کې ستر بشري جنایت دی او ملګري ملتونه دغه ډول کړنې په کلکو ټکو غندي. انتونیو ګوتریش ویلي، چې رایې ورکوونکي، نوماندان او د ټاکنیزو برخو کارکوونکي باید له هر ډول بریدونو او تاوتریخوالي په امان وي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او ددغه هېواد ددایمي سولې او ثبات په راتګ کې خپله همکاري کوي.





























