د امریکا بهرنیو چارو وزارت په کابل او پروان کې د وسله والو طالبانو د تېرې ورځې بریدونه غندلي دي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان دې پر عامو خلکو د بریدونو او چاودنو پر ځای سولې ته خپله ژمنتیا وښيي او له جګړو دې لاس واخلي. په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پيل شونتیا شته کنه. تر دې وړاندې بیا طالبانو ویلي وو، که امریکا وغواړي نو دوی بېرته ورسره خبرو ته تیار دي. طالب استازي دمګړی په روسیه او ایران کې ددغه هېوادونو له چارواکو سره د سولې په اړه په خبرو لګیا دي. افغان حکومت د طالبانو پر دغه سفرونو نیوکې هم کړې دي.





























