د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي ویلي چې د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی تهران ته رسېدلی دی. دده په خبره دغه پلاوي له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي او د سولې پر وروستیو پرمختګونو يې بحثونه کړي دي. نوموړي دغه راز ویلي چې ایران په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکارۍ لپاره په ټولو ممکنو برخو کې همکاري کوي او له ښکېلو لورو سره به خبرو ته ادامه ورکوي. موسوي په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي. وروسته تر دې چې امریکا له طالبانو سره خبرې لغوه کړې، طالب پلاوي روسیې او ایران ته سفرونه کړي او د سولې د مذاکراتو په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.





























