د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا او متحدین یې ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې شفافې ټاکنې ترسره شي. د مایک پمپیو په خبره افغانان په ډېرو خطرناکو شرایطو کې د رایې اچونې مرکزونو ته ځي نو افغان حکومت ته په کار ده، څو دوی ته د شفافو او عادلانه ټاکنو زمینه برابره کړي. دده په وینا افغانان حق لري چې رایه یې ځای ونیسي او په هېواد کې د شفافو ټاکنو شاهدان وي. مایک پمپیو دغه راز ویلي چې دوی او متحدین یې په افغانستان کې د شفافو ټاکنو ملاتړ کوي. تر دې وړاندې امریکا ویلي وو، چې سوله تر ټاکنو لومړیتوب ورته لري، خو وروسته تر هغه چې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه شوې دا د افغان ټاکنو په اړه د امریکا لومړنی دريځ دی، چې له دغه پروسې یې ملاتړ کړی دی.





























