امریکا وایي که د طالبانو بریدونه همداسې دوام وکړي نو د سولې پر تړون به له دغه ډلې سره خبرې و نه کړي. سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ له خولې لیکلي، چې طالبانو په کابل او پروان کې بوږنوونکې بریدونه کړي دي. دده په خبره د طالبانو دغه ډول بریدونه ښيي چې دوی له ډاره پر عامو وګړو چاودنې کوي او بشري حقونو ته ژمن نه دي.ټرمپ وايي چې که د طالبانو بریدونه همداسې دوام وکړي نو له دغه ډلې سره به د سولې پر تړون خبرې بیا پيل نه شي. د امریکا ولسمشر داسې مهال د سولې د تړون په اړه خبرې کوي چې تر دې وړاندې یې له طالبانو سره خبرې لغوه کړې دي او په خبره یې دغه ډله لا هم ځانمرګي بریدونه کوي او ښايي تړون ته ژمنه نه وي. امریکا تېره ورځ هم ویلي وو، چې طالبان دې د جګړو ددوام پر ځای د سولې هوکړې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.





























