د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې بریدګرو تېره ورځ غرمه مهال په جلال اباد ښار کې د الکترونیکي پېژندپاڼو پر یوه مرکز ډله ییز برید وکړ. په دغه برید کې د دوو نظامیانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. ځايي چارواکي وايي چې به برید کې څلورو وسله والو برخه اخیستې وه او تېره ورځ ناوخته د څلورو بریدګرو په وژل کېدو دغه برید پای ته ورسېد. سرچینه کاږي چې امنیتي ځواکونو په لومړي سر کې د برید له پیل سره سم ددغه مرکز پنځوس کارکوونکي په مصونه توګه د برید له ساحې ایستلي دي، نو ځکه یاد برید تلفات نه لري. تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی.





























