پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د روان وضعیت په اړه په خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان جګړه خورا خونړۍ شوې ده او هره ورځ تر ۸۰ پورې افغانان په دې جګړه کې وژل کېږي. دده په خبره په افغانستان کې په پردیو وسلو او بمونو د افغانانو قتل عام روان دی او هره ورځ عام افغانان وژل کېږي. ښاغلي کرزي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکا حضور د ټولو جګړو، ویرونو او روان تاوتریخوالي لامل دی او په خبره یې د امریکا چلند لا هم له افغانستان سره رښتینی نه دی. نوموړي پر طالبانو او امریکا غږ وکړ چې د سولې خبرې بېرته ژر تر ژره پیل کړي او په هېواد کې دې د روانې خونړۍ جګړې لپاره د پای ټکی کېږدي. نوموړي د سیمې پر هېوادونو هم غږ وکړ، چې له افغانانو سره د سولې خبره بدرګه کړي. دده په وینا د سیمې هېوادونه لکه هند، روسیه او چین دې د تېر په څېر په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او ددې موخې لپاره دې خپل غږ نور هم اوچت کړي. هغه ټینګار کړی چې د رښتینې سولې ملاتړی دی خو له امریکا تمه لري چې په افغان سوله کې رښتینی چلند وکړي او له دوه مخې لوبې دې تېر شي. نوموړي پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، تر هغه وورسته دې له قوي موقف د امریکا پر وړاندې ودرېږي او خپلې غوښتنې دې ورباندې ومني. ښاغلي کرزي د ملي یووالي حکومت پر کړنو هم نیوکه وکړه او پر حکومتي مشرانو یې غږ وکړ چې د سولې مخالفت پرېږدي. هغه د حکومت او طالبانو له لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې هم د شرم وړ وبللې او په وینا یې د پردیو لپاره د خپلو خلکو وژل تر ټولو ستر خیانت او جنایت دی. پخواني ولسمشر پر افغانانو هم غږ کړی چې د پردیو د دسیسو پر وړاندې دې وېښ وي او خپل یووالی دې وساتي.





























