د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو کمېتې ته له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه وضاحت وړاندې کړ. خلیلزاد تر دې وړاندې د کانګرس د یادې کمیټې درې لیکونه له پامه غورځولي وو او د سولې خبرو په اړه د وضاحت او معلوماتو شریکولو لپاره نه و ورغلی. خلیلزاد د کمېټې غړو ته د بندو دروازو تر شا وینا کړې چې تر اوسه د دغو خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي. خو تر دې وروسته د سویلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې الېس وېلز له طالبانو سره د سولې د خبرو پر ګڼو جزیاتو غږېدلې. وېلز په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې امریکا له افغانستان د پوځیانو د ایستلو تړون نه کوي، بلکې پر یوې داسې هوکړه کار کوي چې له مخې یې بین الافغاني خبرې پیل شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.





























