د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش دفتر (سیگار) خبرداری ورکړی چې که د طالبانو اړوند د زرگونو جنگیالیو د بیا ادغام لپاره پراخ پروگرام جوړ نشي، په افغانستان کې د سولې لرلید هیله مند نه دی. دغې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو ډله اوسمهال شاوخوا ٦٠ زره جنگیالي لري او دغې ډلې سره شاوخوا ۹۰ زره نور جنگیالي هم د جگړو د فصل پر وخت یوځای کیږي. په راپور کې راغلي چې د طالبانو له ډلې سره یوې موافقې ته د رسېدو په صورت کې هم که په ټولنه کې عادي ژوند ته د بېرته گرځېدو چارې ښې مدیریت نشي د نورو غیر قانوني ډلو له لوري د هغوی د استخدامولو خطر موجود دی او په افغانستان کې د نا امنیو د دوام احتمال شته. په راپور کې راغلي چې امریکا د پخوانیو جنگیالیو د بیا ادغام د چارو د تنظیم لپاره هېڅ رهبري کوونکې اداره نه لري او دغه مسله په افغانستان کې د بیا ادغام د لرلید او د سولې سره د هغې د اړیکې په هکله د ناڅرگندتیا سبب شوې ده.





























