د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو بندي مشرانو او دپاکستان دپارلمان دغړو علي وزیر او محسن داوړ وکیل طارق افغان هیله ښودلې، چې علي وزیر او محسن داوړ به نن ورځ له زندانه ازاد شي. افغان ویلي دمحسن داوړ او علي وزیر دخوشې کېدو لپاره ټولې قانوني غوښتنې پوره شوي دي. په علي وزير او محسن داوړ څو میاشتې وړاندې د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې پر امنیتي پوستې د برید او له هغې وروسته د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د چاودنې تور پورې شو. خو دپښتون ژغورنې غورڅنګ مشران او د علي وزیر اومحسن داوړ وکیلان وایي چې په هغوی لګول شويو تورونو هېڅ حقیقت نه درلود.





























