د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د داعش پر پټنځایونو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې بزګر وژل کېږي، د منلو وړ نه ده. دغه سازمان ویلي چې دا د ملکي خلکو د ژوند په اړه جدي بې پروايي څرګندوي. دا خبره د بښنې د نړیوال سازمان یوه چارواکي دافني ایویاتار په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوه، کړې ده. ایویاتار پر امریکايي ځواکونو غږ کړی چې له احتیاطه دې کار اخلي او په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې دې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي. د ننګرهار چارواکي وايي چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شپاړس تنه د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي. د امریکا پوځ او د افغانستان دفاع وزارت په خوګیاڼو کې هوايي برید تایید کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق ارقام نه دي په ډاګه کړي.





























