د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په روان ۲۰۱۹ کال کې په دغه هېواد کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو ۱۳۳ پېښې ثبت کړي دي. دغه سازمان په زابل ولایت کې د طالبانو په پروني موټر بم برید کې د یو روغتیايي مرکز د ویجاړېدو په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ د برخې عمومي مشر زلاتان میلیسیک ویلي، په داسې حال کې چې د نورو برخو ترڅنګ د روغتیايي امکاناتو په برخه کې هم زابل ته کمه توجه شوې ده، شپېته سلنه خلک یې له هر روغتیايي مرکز څخه د دوه ساعته تګ فاصله لري. اوچا په داسې مهال په زابل کې پر یاد روغتیايي مرکز د برید په اړه اندېښنه ښيي، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې روان کال د بریدونو له امله ۱۳۴ روغتیايي تاسیسات زیانمن شوي، چې له ډلې درې مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۲۰ اغېزمن شوي او ۱۱۱ نور تړل شوي دي.





























