وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې مخابراتي کمپنیو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی. اترا یا د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره وایي، د دولت وسله والو مخالفینو په دې وروستیو کې د مخابراتي کمپنیو ۴۹ سایټونه ویجاړ کړي دي. ددغه ادارې د تخنیکي سلاکار عطا محمد یاري په خبره له دې امله مخابراتي کمپنیو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی. هغه زیاته کړې چې ۴۹ سایټونه تر ټاکنو وروسته او یا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال وېجاړ کړل شوي دي. یاري زیاتوي چې پر مخابراتي شرکتونو د وسله والو حملې له یوې خوا عام ولس له خدماتو بې برخې کوي او له بلې خوا د مخابراتي خدماتو د ګرانېدو سبب ګرځي. افغان چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو په افغانستان کې ځینو مخابراتي کمپنیو ته خبرداري ورکړي وو او ددوی ځينې کړنې یې استخباراتي فعالیتونه بللي وو.