د سي بي ایس د یوه راپور له مخې ډېری امریکایي وګړي په دې باور دي چې باید امریکایي ځواکونه له افغانستان و ایستل شي او ددغه هېواد جګړه له سیاسي لارو ختمه کړل شي. په ورته وخت کې ډېری امریکايي نوماندان هم په دې باور دي چې باید خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. د یادې رسنۍ د راپور له مخې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان په خپلو ټاکنیزو غونډو کې د افغان جګړې په اړه خبرې کوي او ددې ملاتړي دي چې له دغه هېواد خپل ځواکونه وباسي. دوی ټینګار کوي چې طالبان باید اوربند وکړي، اساسي قانون ومني، بشري حقونو ته درناوی وکړي، له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.





























