د ملي امنیت شورا وایي، ټولې هغه ادعاوې به وارزول شي چې د افغان ځواکونو لخوا د بشري حقونو د سرغړونې په اړه شوي دي. د بشري حقونو د څار ډلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې له ملاتړه برخمنې افغان قطعې په بې محاکمې وژنو، په زور د خلکو په بې درکه کولو، بې توپیره هوايي بریدونو او د بشري حقونو په نورو سرغړونو کې لاس لري. خو د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر ویاند کبیر حقمل وايي، چې په دې کې ځیني تورونه ناسم دي او له همدې کبله به څېړنه وشي. د بشري حقونو د څار ډلې د دغو قطعو چې تر ډېره د افغانستان د ملي امنیت شورا په چوکاټ کې فعالیت کوي، د فسخه کېدو غوښتنه کړې. دغه اداره وایي، د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ یې د یادو افغان ځواکونو ۱۴ قضیې څېړلي دي. د بشري حقونو د څار ډله وايي، د دغو ځواکونو سرغړونې په ځینو مواردو کې تر جنګي جنایته پورې رسېدلي دي.





























