ټاکنو کمېسیون وايي، چې د درملوګ کمپنۍ تر اوسه شاوخوا ۴۷ زره رایې ورکوونکي، د کم عمره او کمېسیون د معیار خلاف کسانو انځورونه له ټاکنو کمېسیون سره شریک کړي دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله وویل، ټاکل شوې وه درملوګ کمپنۍ د رایو تصفیه او تکراري بارکوډونه او نور موارد له کمېسیون سره شریک کړي، خو په دې اړه محدودې شمېرې له دوی سره شریکې شوې دي. هغه په ډاګه کړه چې په کار کې سکتګي موجوده ده او کمېسیون هڅه کوي چې ټول موضوعات راټول او د محلونو، مرکزونو، ولسوالیو او د ولایتونو د تفکیک په اړه یې له خلکو سره معلومات شریک کړي. درملوګ یوه جرمني کمپنۍ ده چې د ټاکنو کمېسیون لپاره د بایومټریک ماشینونو د اسانتیا برابرولو مسوولیت پر غاړه لري.





























