د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سینې د سرطان شااوخوا ۳۰۰۰ پېښې ثبت شوي، خو امکان لري چې د دغو پېښو شمېر تر دې دوه برابره زیات وي. عامې روغتیا وزارت خبر داری ورکوي چې امکان لري په افغانستان کې د سرطان په ناروغیو د اخته کسانو شمېر په سلو کې پنځوس ډېر شي. په افغانستان کې له ۳۰ زرو نیولې تر۴۰ زرو پورې کسان د بېلابېلو سرطانونو په ناروغیو اخته دي. د عامې روغتیا وزارت د موندنو له مخې، یوازې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په سرطان اخته ۱۵۰۰۰ کسان مړه شوي چې په دغو ناروغانو کې ۱۷۰۰ يې ښځې وې. دغه وزارت تازه د سینې د سرطان پرضد د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي یو میاشتنی کمپاین پیل کړ. بېوزلي، د تشخیص د مرکزونو نشتوالی، روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی او د عامه پوهاوي نشتون د دغې ناروغۍ د ډېرېدو اصلي لاملونه ښودل شوي دي.





























