د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي یا سیګار په خپل تازه راپور کې د امریکا کانګرس ته ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له ۶۰ سلنه ډېره مرګ ژوبله د طالبانو د بریدونو په مقابل کې د دفاع له امله ده. سیګار دا شمېرې له ناټو ترلاسه کړې، چې د روان کال دوبي کې د تېر کال تر ورته مودې د دې مرګ ژوبلې پنځه سلنه زیاتوالی ښيي. سیګار زیاتوي، د ۲۰۱۷ کال له اکتوبر مياشتې راهیسې افغان حکومت د افغان پوځ د پولیسو او پوځ د مرګ ژوبلې کره شمېره پټه ساتلې او عامه کړې یې نه ده. د سیګار راپور کې دا هم راغلي، چې د روان کال دریو میاشتو کې د کال تر لومړیو دریو میاشتو د طالبانو د بریدونو اغېز پنځه سلنه ډېر شوی دی. ناټو دا هم ویلي، چې د طالبانو بریدونه هم سږني دوبي کې تر تېر دوبي زیات شوي دي. خو د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، چې دا څېړنه سمه نه ده او افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه اته میاشتې مخکې له دفاعي حالته وتلي دي.





























