له آلمان څخه کابل ته یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر اخراجیږي. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چي دغه ډله به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ کابل ته را ورسېږي. د ۲۰۱۶ م کال له ډسمبر میاشتي راهیسې په ۲۸ پروازونو کي ۷۲۰ افغانان اخراج شوي دي. پر همدې مهال د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، چې د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د اکتوبر تر وروستۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه څلور لکه ۳ زره او ۳۳۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.





























