د درملوګ کمپنۍ د بایومټریک د ستګاوو پر کیفیت ،د دسیګار ادارې له لوري د څېړنې په تړاو د راپور له خپرېدو وروسته ،اوس د ټاکنو کمېسیون وایي، چې د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د پروسې له شفافیت سره مرسته وکړي. سرچینې وايي، چې سیګار یا د امریکا د بیارغونې مرستو د تفتیش ادارې د دغو دستګاوو د کیفیت او قیمت په اړه پلټنې پیل کړې دي او ښايي پایلې یې په ډسمبر میاشت کې اعلان شي. د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وايي د دې چارې ملاتړ کوي، خو وایي دغه موضوع باید سیاسي نه شي. درملوګ کمپنۍ چې دا مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تخنیکي چارې پرمخ وړي پرې نیوکې دي چې د کمېسیون په واک کې یې داسې وسایل ورکړي چې کیفیت یې ټیت دی او له همدې امله دغه پروسه له جدي تخنیکي ستونزو سره مخ شوې ده.





























