د تخار – بدخشان لویې لارې په اوږدو کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. موټر له کابل بدخشان ولایت ته پر لار و، چې نن سهار د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ باغ ذخیره سیمه کې له سړک وتلی او چپه شوی دی. د تخار ځایي چارواکي وایي په دې پيښه کې پنځه کسان چې دوه یې ماشومان، دوې یې میرمنې او یو یې نارینه دی، وژل شوي او یو شمیر نور ټپيان دي. چارواکي د ترافیکي پېښې لامل د لارې خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.





























