د هېواد دفاع وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې پر کونړ د پاکستاني پوځیانو پرلپسې توغندویي بریدونو ته په اشارې ویلي، افغان ځواکونه د ډېورنډ پر فرضي کرښه د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته پوره چمتوالی لري. د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، افغان ځواکونه به هیڅ هېواد ته اجازه ورنکړي چې په افغان خاوره کې خپل نفوذ پراخ کړي. دفاع وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ویلي وو، د پاکستان پوځیانو د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالي ته څېرمه تجهیزات ځای پر ځای کړي او له افغان ځواکونو سره جګړې ته تیاری نیسي. د ویلو ده چې د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې له څو ورځو راپدېخوا د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د خال خال نښتو راپورونه ورکول کېږي او دغه راز ویل کېږي چې په یاد ولایت کې فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو د راتوغول کېدونکو توغندیو له وېرې په زرګونو خلک کډه کولو ته اړ شوي دي.





























