روسیه وایي د افغان سولې په اړه په درې اړخیز بهیر کې دې ایران هم ورګډ کړل شي. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وایي، دوی په دوامداره توګه د افغانستان د مسئلې پر سر له امریکا سره په اړیکه کې دي او اوس غواړي چې ایران هم له درې اړخیز بهیر سره یو ځای شي. روسیې د چین، امریکا او مسکو په ګډون د افغان سولې لپاره یو درې اړخیز بهیر جوړ کړی و، چې په نږدې وختونو کې یې پاکستان هم ورګډ کړی دی. خو سرګي لاوروف وايي چې د افغان ستونزې ددایمي حل لپاره باید ایران هم په دې بهیر کې ورګډ کړل شي. روسیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا د افغان سولې لپاره یو ځل بیا هڅې پيل کړې دي. زلمي خلیلزاد خپل سفرونه پيل کړي دي او په دې وروستیو ورځو کې یې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره د سولې پر مسئله بحثونه کړي دي.





























