پخواني ولسمشر حامد کرزي په تخار ولایت کې د ماین چاودنې په پېښه کې د یو ښوونځي د زده کوونکو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزی په تخار ولایت کې د ماین چاودنې په پېښه کې د ماشومانو وژل کېدل په کلکو ټکو غندي. د خبرپانې له مخې، نوموړی له ښکېلو لوریو او ټولو افغانانو غوښتنه کوي چې په اتفاق او یووالي سره د بین الافغاني خبرو له لارې د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، پخوانی ولسمشر دا او دې ورته پېښې چې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي په کلکو ټکو غندي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کوي.





























