پاکستان په پکتیکا کې د افغانستان کانونه او طبعي ځنګلونه لاندې کړي دي. د راپورونو له مخې، پاکستاني عسکرو له څه مودې راهیسې په پکتیکا کې د اغزن سیم لګول پیل کړي دي چې په دې لړ کې یې د جلغوزیو یو ستر ځنګل او د کرومایتو یو مهم کان هم لاندې کړی دی. دغه کان او ځنګل تر ډيورنډ فرضي کرښې دې لوري ته دي، خو پاکستاني پوځیانو لاندې کړي دي. د پکتیکا قومي مشران او ځایي اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دې اړه غبرګون وښيي.
وروسته له هغه چې پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه غیر قانوني اقدامات پيل کړل، د افغان خاورې ډېره برخه یې تر اغزن سیم لاندې کړه. دوی په ډېرو سیمو کې له صفري نقطې را اوښتي دي، تاسیسات یې جوړ کړي دي، اغزن سیم یې تېر کړی دی، د خلکو ځمکې یې لاندې کړې دي، لارې ګودرې یې بندې کړې دي او ان له افغان ځواکونو او ځايي اوسېدونکو سره یې مخامخ جګړې کړې دي. تازه له پکتیکا ولایته راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د کرومایت ډبرو یو مهم کان او د جلغوزیو یو ستر ځنګل لاندې او اغزن سیم یې ترې چاپېر کړی دی.
په ولسي جرګه کې د پکتیکا او پکتیا ولایت استازي نیوکه کوي، چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان تحرکات ډېر شوي او د افغانستان خاوره ډېره پاکستان لاندې کړې، خو افغان حکومت یې پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده. د پکتیکا پخواني چارواکي او قومي مشران هم وایي چې پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ګومل ولسوالۍ اړوند، د ترخې اوبه او وچ غر هغو سیمو کې اغزن تار غځوي، چې هلته د کرومایټو کان او د جلغوزو غر چې هر کال یې حاصلات میلیونونه افغانۍ کیږي، موجود دي.
دوی وایي چې پاکستان له پخواني ټاکل شوي حد څو برابره وړاندې راغلی او ډېری سیمي یې تازه لاندې کړې دي، چې د جلغوزو غر او کرومایټو کان هم پکې شامل دي. د پکتیکا پخوانی والي محب صمیم وایي: ((پاکستانی پوځ له پخوانیو حدودو څو برابره مخ ته راغلی دی. دلته یې تاسیسات جوړ کړي دي. کانونه او د جلغوزیو ځنګلونه یې لاندې کړي دي)).
د ګومل ولسوالۍ په وچ غر سیمه کې پاکستاني پوځیانو له تېرو لسو ورځو راهېسي د اغزن تار غځولو چارې بیرته پیل کړې او د جلغوزو غر او کرومايټو کان لویه برخه پاکستاني لوري ته پاتې ده، چې تر دې مهاله یې په تړاو افغان حکومت هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د پکتیکا او پکتیا ولایت استازي نیوکه کوي، چې د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره پاکستان څو کیلومتره د افغانستان خاوره لاندې کړه، خو افغان حکومت یې په تړاو چوپ پاتې دی. د ولسي جرګې غړی خالد اسد وایي، حکومت باید چوپتیا ماته کړي او د دغو دوو مهمو سیمو په اړه دې اقدام وکړي. د ده په خبره، دا د افغانستان خاوره ده او حکومت د قوانینو له مخې اړ دی چې له هر لوېشت خاورې دفاع وکړي.
په ګومل کې د پاکستاني عسکرو تازه غیر قانوني کړنې داسې مهال دي، چې د دغه هېواد پوځ وایي، پر ډیورنډ کرښه یې د اغزن تار لګولو کار مخ پر بشپړېدو دی. افغان حکومت د پاکستان پر دغه غیر قانوني اقدام تر دې دمه هېڅ راز واضح او اغېزناک غبرګون نه دی ښودلی. سره له دې چې پاکستان په ځینو مواردو کې له افغان پوځ سره مخامخ نښته هم کوي او مرکزي حکومت په دې تړاو جدي غبرګون نه ښيي. څو ورځې وړاندې هم په کونړ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ د اغزن تار د لګولو پر سر جګړه شوې وه. تر دې وړاندې په کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ کې ورته نښتې شوې دي. ډیورنډ هغه فرضي کرښه ده چې هېڅ افغان ته د منلو نه ده، خو پاکستان تل پر دغه فرضي کرښه د رسمي پولې په څېر اقدامات کوي، چې د عامو افغانانو توند غبرګون یې پارولی دی.





























