ایران وايي د افغان سولې په اړه یوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي چې د افغان حکومت استازي پکې موجود وي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له افغان سفیر غفور لېوال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، په دې وروستیو کې روسیې وړاندیز ورته کړی چې د افغانستان د سولې په اړه له جوړېدونکو غونډو سره یو ځای شي. د ایراني چارواکو په وینا دوی یوازې په هغه غونډه کې ګډون کوي چې د افغان حکومت رسمي استازي پکې موجود وي. ایران له افغان سولې ملاتړ څرګند کړی دی، خو وایي له هغې سولې ملاتړ کوي چې افغان حکومت پکې حاضر وي، د افغانانو په مالکیت وي او په دغه هېواد کې روانې جګړې پای ته ورسوي. ایران داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې روسیې له څلور اړخیز بهیر سره ددغه هېواد د یو ځای کېدو غوښتنه کړې وه.





























