لوړه سلنه امریکایي سرتېري په افغانستان او عراق کې د امریکا د جګړې دوام تېروتنه بولي. د نیویارک ټایمز له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د تازه نظرپوښتنې له مخې لوړه سلنه امریکايي نظامیان او ملکیان په افغانستان کې د امریکا جګړه یوه تېروتنه بولي. نظرپوښتنه ښيي چې ۵۸ سلنه متقاعد امریکايي افسران او سرتېري په افغانستان کې د جګړې ددوام مخالف دي او دغه جګړه تېروتنه بولي. ددې تر څنګ ۵۹ سلنه پوښتل شوو ملکیانو هم له دغه جګړې سره مخالفت څرګند کړی دی. دوی وایي پوره لس کاله کېږي چې د القاعده شبکې مشر وژل شوی خو لا هم امریکا په افغانستان کې حضور لري، جګړه کوي او میلیاردونه ډالر لګوي. دوی وړاندیز کړی چې امریکايي ځواکونه دې نور خپلې اوسنۍ تېروتنې ته د پای ټکی کېږدي او له دغه هېواد دې ووځي.





























