د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله، اته ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د یاد ولایت امنیه قومنداني ویلي چې په وژل شویو کې څلور ماشومان، دوې ښځې او دوه نارینه شامل دي. د امنیه قومنداني په خبره، پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې په تخار ولایت کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ښوونځي شپږ زده کوونکي وژل شوي وو.





























