د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په اسلام اباد کې یې د افغان سفارت شارژدافیر د سپیناوي په موخه ورغوښتی دی. یاد وزارت وایي، دوه ورځې وړاندې یې په کابل کې د سفارت کارکوونکي ځورول شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوه ورځې وړاندې یې په کابل کې د سفارت کارکوونکي په لاره کې له موانعو سره مخ شوي او له موټرو سره یې موټرسایکل جنګول شوی دی. خبرپاڼه وایي، پاکستان له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د دې پېښې په اړه سپیناوی وکړي او دغه راز له دې وروسته د ورته پېښو د نه تکرارېدو په اړه ډاډ ورکړي. خبرپاڼه کې راغلي، دوی په کابل کې د خپل سفارت د ویزو څانګه هم د امنیتي اندېښنو له امله تړلې ده. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























