د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون له دې امله نیوکې دي چې ګواکې له رسنیو سره ناسم معلومات شریکوي. د راپورونو له مخې، د ټاکنو کمېسیون باید تېره ورځ په ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو بیاشمېرنه پيل کړې وای، خو دغه کار یې نه دی کړی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم ټینګار کړی و، چې په ۳۴ ولایتونو کې به د رایو بیاشمېرنه پیلوي، خو له دې سره هم دا لړۍ پیل شوې نه ده. رسنۍ او د ټاکنیزو ټیمونو غړي د ټاکنو کمېسیون پر دې چارو نیوکه کوي او وایي، دوی ناسم معلومات له رسنیو سره شریکوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، چې د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر استازي به ۳۴ ولایتونو ته د رایو د بیاشمېرنې په هدف سفر کوي او د هغو محلونو فهرست چې بیاشمېرنې ته ځي، د دوشنبې ورځې تر پایه به اعلان شي. خو د تېرې ورځې تر پایه کمېسیون دا کار و نه کړ. د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګزېب د یکشنبې په ورځ ویلي وو، دارالانشا ورسره د هغو مرکزونو لېست شریکوي چې رایې یې بیاشمېرنې ته ځي او د دوشنبې په ورځ به د دوی کارکوونکي ۳۴ ولایتونو ته د بیاشمېرلو لپاره ځي؛ خو کمېسیون پر دغه ژمنه عمل نه دی کړی او د تېرې ورځې تر پایه دغه لېست نه دی خپور شوی.
د کمېسیون یوه ویاند بیا ویلي، چې نن سه شنبه به د ټاکنو کمېسیون پلاوی ولایتونو ته سفر وکړي او تر هغه وروسته به د ناظرینو په حضور کې د په نښه شوو مرکزونو رایې له سره و شمېرل شي. ذبیح الله سادات وايي: ((نن د کمېسیون پلاوی ولایتونو ته سفر کوي او تر هغه وروسته به تفتیش او د رایو بیاشمېرنه د نوماندانو او څارونکو بنسټونو د ناظرینو په حضور کې پيل شي)).
بل خوا ټاکنیز ټیمونه بیا وایي چې دوی تر هغه پورې د رایې بیاشمېرنه نه مني، چې د رایو سقف او کره شمېره نه وي معلومه شوې. د ثبات او همپالنې ټیم یوه غړي ویلي، کمېسیون باید تر هر څه وړاندې د رایو شمېره معلومه کړي او تر هغه وروسته دې د رایو بیاشمېرنه پیل کړي. بل خوا بیا د دولت ساز ټیم د کمېسیون پر مهالوېش ټینګار کوي. د دغه ټیم د غړو په خبره، کمېسیون ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلې چارې له مهالوېش سره سمې مخ ته یوسي؛ ځکه په چارو کې ځنډ د ستونزو د زیږېدو لامل ګرځي.
د ټاکنو کمېسیون هیله لري چې دوی وکړی شي په ټاکلې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، سره له دې چې درملوګ کمپنۍ په خپلو کارونو کې چټکه نه ده؛ خو بیا هم دوی هیله لري چې وکړی شي په ټاکلې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې په تله میاشت کې اعلان شي، خو په کمېسیون کې د نظر د اختلافونو او همدا راز په چارو کې د اړین چټکوالي د نشتوالي له امله، دغه پایلې د لړم میاشتې ته و ځنډېدې. ډېری څارونکي بنسټونه او ټاکنیز ټیمونه پر دغه ځنډ نیوکه کوي او وايي، کمېسیون اړ دی چې په دې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي او که په دویمه نېټه هم دوی د پایلو پر اعلان بریالي نه شي، نو چاره به یې هېڅ ډول توجیه ونه لري.





























