د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې ایران په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده او په خپله خاوره کې یې د القاعده شبکې یوه ډله ځای پر ځای کړې ده. په راپور کې راځي چې ایران د همدې ډلې وسله وال افغانستان او سوریې ته لېږي او مالي امکانات ورته برابروي. سرچینه کاږي سره له دې چې د القاعده شبکې مشرتابه ټوټه شوی دی، خو ددغه ډلې یو شمېر پاتېشوني د هند په نیمه وچه ایران، افغانستان او ځينو نورو سیمو کې فعالیت کوي. امریکا پر ایران غږ کړی چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په دې توګه په سیمه کې د لا ډېرو کشمکشونو سبب نه شي.





























