چین وایي د افغان سولې پروسه باید د افغان حکومت او افغانانو په محوریت او مالکیت مخ ته لاړه شي. ولسمشر غني د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره پر ټاکنو او د سولې پر وروستیو هڅو تلیفوني خبرې کړې دي. وانګ یې ویلي دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي او دغه راز یې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو له امله ولسمشر ته مبارکي ورکړې ده. چینایي لوري ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې د افغانستان د سولې مسئله باید د افغانانو او افغان حکومت په محوریت او مالکیت مخ ته لاړه شي. وانګ یې زیاته کړې چې دوی به همدا راز له افغانستان سره دولت په دولت اړیکې پالي او ددې اړیکو پراختیا ته به ادامه ورکوي. دوی ددې تر څنګ په چین کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې غونډې په اړه هم خبرې کړې دي.





























