د ټاکنو کمېسیون هغه پرېکړه لانجمنه شوې، چې له مخې یې غیر معیاري رایې له سره شمېري. دولت ساز ټیم د دغه کار ملاتړ کوي، خو د ثبات او همپالنې تیم بیا وايي چې د بې برخلیکه رایو په تړاو له پرېکړې وروستې دې دا کار وشي. د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې شاوخوا دری سوه زره باطلې رایې لا هم په سیسټم کې دي او پکار ده چې د رایو له بیا شمېرنې وړاندې په دې تړاو پرېکړه وشي. د دې ټیم یوه استازي نورحمان اخلاقي پرون ویلي چې ځینې رایې زیاتې حساب شوې، ځینې د بایومټریک ستونزه لري، یا له وخته وړاندې کارول شوې، یا له وخته وروسته کارول شوې او یا یې هم عکس تکرار، یا له عکس څخه عکس اخیستل شوی چې باید باطلې اعلان شي. نوموړی وايي، په دې اړه د کمېسیون طرزالعمل واضح حکم لري او کمېسیون باید پرې سترګې پټې نه کړي.
کمېسیون ژمنه کړې چې د ټاکنو لومړڼۍ پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلانوي، خو سر له اوسه ښکاري چې دا به ستونزمنه وي. د کمېسیون ځینې کارونه د لانجو سبب کېږي او ځینې مسایل داسې هم دي چې په اړه یې ډېر وضاحت نشته. آن په کمېسیون کې هم داخلي اختلافات دي او ځینې کمېشنران په واضح ډول متفاوتې خبرې او نیوکې کوي. د کمېسیون یو غړی مولانا عبدالله وایي، څو پورې چې د ۱۳۷۶۳۰ بې برخلیکه رایو په تړاو وروستۍ پرېکړه نه وي شوې، د رایو بیاشمېرنه امکان نه لري. هغه ویلي، د دې رایو د برخلیک په اړه لا هم کمېسیون پرېکړه نه ده کړې او له دې پرته د رایو بیاشمېرنې بهیر به ستونزې لا ډېرې کړي.
اوس پکار ده چې کمېسیون په دې تړاو خلکو ته واضح معلومات ورکړي. دغه ۳۰۰ زره رایې ولې بې برخلیکه دي؟ کمېسیون یې ولې په اړه اوس پرېکړه نه کوي؟ د دغو رایو برخلیک به څه کېږي؟ ولې د رایو بیاشمېرل تر دغه کار مخکې پیلیږي؟ د دغو بې برخلیکه رایو په اړه د درملوګ رپوټ څه دی او د کمېسیون قوانین او طرز العمل یې په اړه څه پرېکړه کوي؟ دا او دې ته ورته نورې مهمې او جدي پوښتنې دي چې کمېسیون یې باید ځواب کړي. خلک به په دې تړاو د کمېسیون له وضاحت وروسته پرېکړه وکړي، ځکه چې اوس په دې اړه معلومات نشته. کله چې د کمېسیون وضاحت راشي، نو بیا به خلک پرېکړه وکړي چې په دې تړاو د ټاکنیزو ډلو نظر او اندېښنې څومره پر ځای دي.
دویمه اندېښنه دا ده چې ویل کېږي چې په بیاشمېرنه کې به همغه مسوولین او سیمه ییز مامورین ښکېل وي، چې په سیمه کې یې پراخې درغلۍ کړې دي. دوی یا د دغو درغلیو برخه وو او یا یې هم ځان پرې غلی کړی و. له همدې امله دوی مسوول دي او باید تر عدلي تعقیب لاندې راشي. له بله اړخه یوازې دا مامورین نه، بلکې هغه ټیمونه، د هغوی مسوولین هم باید ترې عدلي تعقیب لاندې راشي، چې درغلۍ یې کړې دي. دا هغه څه دي چې په قانون کې یې وړاندوینه شوې ده او کمېسیون باید په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.
په ټوله کې کېمېسیون باید واضح او روڼ دریځ ولري. هر څه باید له خلکو سره شریک کړي، د خپلو قوانینو او طرز العملونو په رڼا کې پرېکړه وکړي. له دې پرته به د دوی پرېکړې ستونزې او بحران جوړ کړي او بیا به دوی مخامخ مسوول وي.





























