دوشنبه, اگست 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د اختلافاتو دوام؛ د کمېشنرانو ترمنځ د رایو پر بیاشمېرنه اختلافات موجود دي

نوومبر 6, 2019
in افغانستان
0 0

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د نورو ناندریو تر څنګ، تازه د رایو د بیاشمېرنې پر سر هم ناندرۍ را ولاړې شوې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ډله کمېشنران وایي چې د رایو بیاشمېرنه به نن چهارشنبه په ۳۴ ولایتونو کې پیلېږي، خو یوه ډله بیا وایي چې نه د بې برخلیکه رایو په اړه تر وروستۍ پرېکړې پورې باید بیاشمېرنه پيل نه شي.

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره دوشنبه د رایو د بیاشمېرنې لپاره ټاکلې وه، خو د ستونزو له امله دغه لړۍ پیل نه شوه. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ وویل، چې ولایتونو ته د ناظرینو او ټاکنیزو کارکوونکو د نه رسېدو له امله په دې پروسه کې ځنډ رامنځ ته شوی دی او ښایي نن چهارشنبه د رایو بیاشمېرنه پيل شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله بیا وایي، تر هغه پورې چې د بې برخلیکه رایو په اړه پرېکړه نه وي شوې، د رایو بیاشمېرنه امکان نه لري. مولانا عبدالله وايي: ((ترڅو پورې چې د هغو ۱۳۷۶۳۰ بې برخلیکه رایو په تړاو وروستۍ پرېکړه نه وي شوې، د رایو بیاشمېرنه امکان نه لري. د دې رایو د برخلیک په اړه لا هم کمېسیون پرېکړه نه ده کړې او له دې پرته د رایو بیاشمېرنې بهیر به ستونزې لا ډېرې کړي)).

نوموړي نه یوازې دا چې د رایو بیاشمېرنه ناممکنه ګڼلې، بلکې په خپلو خبرو کې یې ویلي چې د کمېسیون ځینې هغه غړي چې په درغلیو کې لاس لري، باید لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي او سزا ورکړل شي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په ۳۴ ولایتونو کې به د ځینو محلونو د رایو بیاشمېرنه سر له نن چهارشنبې پیل شي. د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، تمه وه چې پرون سه شنبه په ۳۴ ولایتونو کې د ځینو محلونو د رایو بیاشمېرنه پیل شوې وای، خو د کمېسیون یوې کمېشنرې رحیمې ظریفي وویل، د ځینو دلایلو په ځانګړي ډول ولایتونو ته د کمېسیون د پلاوي د نه رسېدو له امله، کېدای شي د رایو د بیاشمېرنې بهیر نن چهارشنبه پیل شي. نوموړې وايي: ((۹۵ سلنه امکان شته چې د رایو بیاشمېرل نن پیل شي. اړتیا وه چې ځینې پرېکړې د رایو د بیاشمېرنې په بهیر کې د دقت لپاره وشي چې په دې اړه موږ نږدې لس پرېکړې وکړې)).

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې د نږدې ۱۸۴۴ محلونو رایې باید له سره وشمېرل شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره رحیمه ظریفي وايي، د ۱۸۰۰ محلونو د رایو د بیاشمېرنې بهیر به نږدې دری ورځې وخت ونیسي.

خو د ټاکنو ځینې څارونکي بنسټونه بیا له یوې ورځې بلې ته د رایو د بیاشمېرنې بهیر ځنډېدل، د سیاسي فشار پایله بولي. د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا ویاند زبیر حبیب زاده وايي، که دا بهیر نور هم وځنډول شي، د ټاکنو بې پرېوالی به تر پوښتنې لاندې راشي. زبیر زیاتوي: ((دا بحث پر کمېسیون د سیاسي فشارونو پایله ده، کمېسیون باید خپله خپلواکي وساتي، د کمېسیون له خوا د هر ډول سیاسي فشار منل ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي)).

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د فشار موجودیت ردوي او وایي، دوی په پوره بې پرېوالي او خپلواکه توګه خپلې چارې پر مخ وړي او خپلو اصولو ته ژمن دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د سیاسي فشارونو د څرنګوالي په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ویلي، د ټولو رایو د تصفیې تر پای پورې باید د رایو بیاشمېرنې بهیر وځنډول شي.

Tags: featured
Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ايران مذهبي مشر مجتبی حسیني له ولسمشر پزشکيان سره پر اقتصادي او پوځي چارو خبرې کړي

اگست 10, 2026
President Donald Trump boards Air Force One at Morristown Airport, Sunday, Aug. 9, 2026, in Morristown, N.J. (AP Photo/Julia Demaree Nikhinson)

ډونالډ ټرمپ: امريکا په نرمې رويې د ايران مسئلې د هواري هڅې کوي

اگست 10, 2026
Japanese Prime Minister Sanae TAKAICHI meets representatives of atomic bomb survivors' groups and other organizations in Nagasaki City, Nagasaki Prefecture, Japan, on August 9, 2026, the 81st anniversary of the U.S. atomic bombing of Nagasaki. The United States dropped the plutonium atomic bomb "Fat Man" on Nagasaki at 11:02 a.m. on August 9, 1945, killing an estimated 74,000 people by the end of that year. ( The Yomiuri Shimbun via AP Images )

تاکایچي سانای يو ځل بيا د بې اټومي وسلو د درېو اصولو په اړه مبهمې څرګندونې کړي

اگست 10, 2026

د اسرائيل خبري رسنۍ: نيتانياهو د غزې له ځينو سيمو د ځواکونو په ايستلو پېښېمانه شوی

اگست 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In