د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تقلبي رایې چې د رایو ډیری برخه جوړوي په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ثبات او همپالنې ډلې تېر ماښام د هېواد د سیاسي رهبرانو او ملي شخصیتونو په حضور کې په دې اړه غونډه کړې او دې پرېکړې ته رسېدلي دي چې تقلبي رایې په هیڅ صورت نه مني. خبرپاڼه کاږي، په غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې ده چې ټاکنو کمیسیون باید د رایو تر بیا شمېرنې مخکې د یادې ډلې ټولو معقولو او قانوني غوښتنو ته رسېدګي وکړي. ثبات او هپالنې ټاکنیزې ډلې دغه راز خبرداری ورکړی دی چې که چېرته د ټاکنو کمیسیون او یا کوم بل ادرس له لوري په دې برخه کې کوم تخلف او تقلب وشي نو دوی به یې پر وړاندې ودريږي.





























