زلمی خلیلزاد تر کابل وروسته قطر ته تللی او هلته یې له طالب استازو سره کتلي دي. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره غیر رسمی لیدنه لرلې ده او پر یو لړ مهمو مسایلو یې خبرې کړې دي. ویل کېږي چې دوی تر ډېره د دوو برمته شوو بهرنیو استادانو پر خوشي کېدو خبرې کړې دي. دا چې دوی کومې پایلې ته رسېدلي کنه په اړه یې معلومات نشته دي. د زلمي خلیلزاد دا سفر تر ډېره د امریکایي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو پر خوشي کولو متمرکز دی. ویل کېږي چې طالبانو ددغه کسانو د خوشي کولو په بدل کې له افغان زندانونونو د اتیا بندیانو خوشي کول غوښتي دي. دغه راز ویل شوي چې د زندانیانو خلاصون او یا تبادله د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته مودې ته ځنډول شوې ده.





























