په امریکا کې د ګالوپ په نامه یوې څېړنیزې ادارې په یوه راپور کې ویلي دوی د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې د امنیتي وضعیت او پر پولیسو د باور په اړه نظر پوښتنه کړې چې په دې اساس افغانستان تر وینزویلا وروسته دویم نا امنه هېواد دی. د سرچینې په وینا افغانستان له سلو ۳۸ امتیازونه اخیستي دي. په راپور کې راځي چې په افغانستان کې له هرو سلو کسانو یوازې ۱۳ یې د شپې لخوا د تګ راتګ پر مهال ځانونه مصون احساسوي او یوازې ۲۲ سلنه افغانان پر خپلو پولیسو باور لري. ګالوپ کاږي چې د پوښتل شوو کسانو له ډلې پنځوس سلنه کسانو ویلي چې غلو لوټلي دي او ۲۹ سلنه ویلي چې بریدونه ورباندې شوي دي. د راپور پر بنسټ سینګاپور، تاجکستان او عربستان هغه هېوادونه دي چې خلک یې ځانونه مصوون احساسوي، پر پولیسو باور لري او په دې نظر پوښتنه کې تر ټولو لوړې نومرې لري.





























