د سوداګرۍ خونې مسوولين او سوداګر د ټاکنو د پايلو پر ژر اعلانېدو ټينګار کوي او وايي چې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې هر ډول ځنډ د دوى پر چارو منفي اغېز کوي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، چې د ناامنۍ ترڅنګ د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ، سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وويل چې سوداګر د خپلې پانګې ډېره برخه د ځان د امنيت په خوندي کولو لګوي او ترڅنګ يې سوداګر له ګودامونو مالونه بازار ته نه عرضه کوي او د ټاکنو د پايلو اعلان ته په تمه دي. الکوزی اندېښنه ښيي، که چېرې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې نور هم ځنډ کېږي، نو سوداګر پانګونه نه کوي چې له امله يې د هېواد اقتصادي حالات له ننګونو سره مخ کېږي. نوموړى وايي چې د ټاکنو د پايلو د اعلان ځنډ پر سوداګرۍ له ١٠ تر ١٢ سلنې منفي اغېز کړی دی. د ټاکنو کمېسيون ویلي، چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د لړم په ٢٣مه نېټه اعلان شي.





























