د روسیې د استخباراتو مشر ویلي، چې داعش په مرکزي اسیا کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې مرکز جوړوي. د روسیې خبري اژانس ټاس د دغه هېواد د امنیتي خدمتونو فدرالي ادارې مشر، الګساندر بورتنیکوف، له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د داعش د بېلابېلو ډلو د فعالیتونو شاهدان دي. هغه نه دي ویلي چې دا ډله دقیقآ د افغانستان په کومه سیمه کې د اډې جوړولو هڅې کوي. تر دې مخکې روسي چارواکو ویلي وو چې داعش د افغانستان په شمال کې ځای په ځای کېدل غواړي، خو افغان چارواکو دا ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې یې د داعش ډله ماته کړې ده. بورتنیکوف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تاجکستان وړمه ورځ ادعا وکړه چې له افغانستان څخه د داعش یو شمېر مخ پټي وسله وال ور اوښتي او د هغوی پر یوې امنیتي پوستې یې برید کړی دی.خو د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا رده کړې ده.





























