د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، په ترکیه کې د لسګونو زرو افغان کډوالو لپاره د قانوني کاري فرصتونو د برابرولو په اړه له ترکیې سره موافقه په وروستيو پړاوونو کې ده. بلخي وویل، ترکيې له افغان حکومت سره په اصولو کې دا خبره منلې او زیاته یې کړې يې ده چې دا ژمنه افغان کډوالو ته په ترکیه کې د قانوني کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د هڅو په ترڅ کې شوې ده. نوموړي هیله څرګنده کړې چې په دې برخه کې ګډه اعلامیه به په نږدې راتلونکي کې چمتو شي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کار او ټولنیزو چارو له وزارته هم غوښتي چې ترکیې ته د افغان کارګرانو د استولو په اړه له ترکیې سره ګډه اعلامیه چمتو کړي. افغان چارواکو له قانوني لارو متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته د کارګرانو د استولو لپاره د هڅو د پیل خبره مخکې هم کړې وه، خو داسې ښکاري چې په دې برخه کې عملي اقدامات تراوسه نه دي شوي.





























