د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وايي، ستونزو ته په کتو فکر نه کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې دې د لړم پر۲۳مه نېټه اعلان شي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د د روانې لړم میاشتې پر ۲۳مه نېټه اعلان شي. خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله نن وویل، چې د کمېسیون کارې ظرفیت او د لارې اوږدوالې ته په کتو، ممکن لومړنۍ پایلې پر ټاکل شوې نېټه اعلان نشي. هغه همدارنګه زیاته کړه، چې تر دې مهاله د ۸۴۹۴ مرکزونو د رایو د بیا شمېرلو په هدف کوم عملي ګام نه دی پورته شوی. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ تېره ورځ وویل، چې ټاکل شوې د ۸۴۹۴ مرکزونو رای له سره وشمېرل شي.ننګ وویل، چې د رایو د بیا شمېرلو په هدف ولایتونو ته د ټاکنو کمېسیون د پلاي سفرونه پيل شوي دي.





























